ښوونه او روزنه

په بلخ کې د دوو لومړنيو ښوونځيو ودانۍ جوړېږي

کابل/باختر/ د چنګاښ ۶ مه
په بلخ کې د څه دپاسه ٨ ميليونه افغانيو په لګښت دوو ښوونځيو ته ودانۍ جوړېږي.
د کليو د بيارغاونې او پرمختيا وزارت د ولسي تړون د ملي پروګرام د عامه اطلاعاتو ادارې د معلوماتو له مخې، دغه ودانۍ د بلخ په شورتيپه ولسوالۍ کې د کليو د بيارغاونې او پرمختيا وزارت د ولسي تړون د ملي پروګرام په چوکاټ کې د ٨ ميليونه او ٦٠٠ زره افغانيو په لګښت جوړېږي.
د دغو ښوونځيو ودانۍ په ٦ زره ٣٢٥ متر مربع ځمکه کې جوړېږي چې درسي او اداري خونې او نور ضروري ملحقات لري.
د دغو ودانيو د کار په بشپړېدو سره په شور تيپې ولسوالۍ کې زيات شمېر نجونو او هلکانو ته د زده کړي مناسبه فضا برابريږي.
ختم- شکريه – اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته