
کابل، د غبرګولي ۱۱مه، باختر
د کور او ښار جوړولو وزارت سرپرست شیخ حمدالله نعماني د کابل له والي شیخ محمد قاسم خالد، د کابل ولایت د جنایي تحقیقاتو محترم رئیس او مل پلاوي سره ولیدل.
په دغه لیدنه کې د کور او ښار جوړولو وزارت د ساختماني چارو، مسکن او زونونو د پراختیا مرستیال مولوي روح الله احمدي او د دې وزارت ځینو رئیسانو هم ګډون درلود، چې د کابل جدید ښار پر بېلا بېلو موضوعاتو خبرې اترې وشوې.
د ناستې پر دوام، د کابل جدید ښار د عملي چارو پر وړاندې د شته ستونزو، ننګونو او حل لارو خبرې وشوې.
په ټوله کې د ناستې موخه دا وه، چې څنګه کېدای شي د کابل جدید ښار رغنیزې چارې ګړندۍ شي او پر وړاندې یې شته خنډونه له منځه یوړل شي.
د کور او ښار جوړولو وزارت سرپرست د کابل جدید ښار پروژه یوه ستره ملي پروژه یاده کړه، چې په وینا یې ټولې چارې یې باید د پلان مطابق پر مخ یوړل شي او هېچاته اجازه نه ورکول کېږي، چې د پلان خلاف او د پلان د پلې کېدا مخنیوی وکړي.
افغانمل