
کابل، د زمري ۸مه، باختر
ملت ته د دولت حساب ورکولو پروګرام په لړ کې نن د کور او ښار جوړولو وزارت خپلې یوکلنې لاسته راوړنې له رسنیو سره شریکې کړې.
د یاد وزارت سرپرست شیخ حمدالله نعماني د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو په مرکز کې له همدې کبله جوړه شوې، غونډه کې وویل چې د کابل ښار په خوشحال خان مېنه کې د قطري هستوګنيزې پروژې چارې دوام لري او تر دې دمه يې شاوخوا ۳۵سلنه چارې بشپړې شوې دي او همدارنګه د نیله باغ یا چینايي پروژه، چې تر دې دمه يې لومړنۍ چارې کابو ۱۰ سلنه پرمخ تللې دي، له چينايي لوري سره تر پرلپسې اړيکو وروسته هغوی اړ کړل شوي چې خپل تخنيکي ټيم کابل ته را ولېږي او تمه ده، چې د نيله باغ يا چينايي پروژې عملي چارې به ژر پيل شي.
سرچینې زیاته کړه، چې د کور او ښار جوړولو وزارت توانېدلی چې په تېر يوه کال کې د ميوند بانک د ۱۲۸ ملکيتونو، د مرکزي پسته خانې د ۱۴ملکيتونو، د شکر درې ولسوالۍ د ښوونکو ښارګوټي د ۵۰۰ کيلوواټه برېښنا د مسیر، د کاریز میر ساحې د علومو اکاډمي اړوند د کرنیز تحقیقاتي فارم، د شبرغان ښارګوټي د صنعتي پارک ساحې، د سانچارک ولسوالۍ د فرشقان صنعتي پارک، د زابل په شملزايي ولسوالۍ کې د ګمرکي تاسیساتو، د میرویس نیکه د پوهنتون ساحې، په ننګرهار کې د مکروریان ۶۰ بلاکونو، د لوګر د څرخ ولسوالۍ د کډوالو ښار ګوټي او ګڼو نورو پروژو د توپوګرافي سروې ګانې بشپړې کړي.
د کور او ښار جوړولو وزارت په کلني راپور کې همدارنګه ویل شوي، چې د عالیقدر امیرالمومنین حفظه الله پر بنسټ د تخار په خواجه بهاوالدین ولسوالۍ مهاجر قشلاق سیمه کې ۱۵۰ جریبه ځمکه د یادې سیمې خلکو ته د کور جوړولو په موخه د پلان او نقشې جوړولو وروسته هرې کورنۍ ته ۷ بسوې ځمکه ووېشل شوې په هرات ولایت کې د قاضيانو لپاره د شاوخوا ۳۰۰ کورونو جوړولو په موخه په لومړنيو چارو کار روان دی.
د یاد وزارت د مالوماتو له مخې اوسمهال په ټول هېواد کې ۶۵۲ ښارګوټي موجود دي، چې له ډلې څخه يې ۳۵۰ ښارګوټي ثبت او د پاتې نورو د ثبت، راجسټر او نقشو ویزه کولو لړۍ د معیارونو او نورمونو سره دوام لري.
د مسکن جوړولو په موخه د کابل په ۴۱ سیمو کې د پلان برخه کې عملي کار پیلول، د لغمان او بغلان ولایتونو د ستراتېژيکې پراختیا چوکاټ پلانونه، د سرپل، نورستان او کندز ولایتونو سیمه ییز پلانونه د هرات، لوګر او خوست ولایتونو ماسټر پلانونه د غزني د البیروني د کډوالو ښارګوټي تفصیلي پلان او د ګڼ شمېر نورو پلانونو جوړول د دغه وزارت د راتلونکي کال عمده پلانونه په ګوته شوي دي.
د یادونې وړ ده، چې د کور او ښار جوړولو وزارت د کلني راپور په پای کې له نړیوالو څخه غوښتنه شوې، چې خپلې نیمګړې پروژې بشپړې کړي او دغه موضوع ته سیاسي رنګ ورنه کړي، ځکه چې په وینا يې د دغو پروژو ګټه ولس ته رسېږي.
ع.ا