امنیت

په ننګرهار کې اته تنه دطالبانو او داعشيانو ترمنځ جګړه کې ووژل شول

جلال آباد باختردتلې دمياشتې٢٨نيټه  :
په ننګرهار ولايت په خوږياڼيو ولسوالۍ کې  پرون دوسله والوطالبانو او داعشيانو ترمنځ جګړه کې اته تنه ووژل شول.
د ٢٠١ سيلاب قول اردو وياند شيرآقا فقيري باخترآژانس ته وويل  په دې جګړه
کې چې  داعشيانو او وسله والو طالبانو ترمنځ د دغه ولايت دخوږياڼيو ولسوالۍ  دوزير په تنګي کې ونښته  څلور تنه  داعشيان او څلور تنه وسله وال طالبان ووژل شول.
فقيري زياته کړه په دې  جګړه کې درې تنه  داعشيان هم ټپيان شول.
دا په داسې حال کې ده چې  په وار وار داعشيانو او طالبانو ترخپلو ادارې لاندې سيمو کې خپلمنځي نښتې کړې دي.
دغه  جګړې  دسلګونو تنو ملکي وکړو دبيځايه کيدو سبب شوي دي.
پاى ذکرالله

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته