امنیت

په کاپیسا کې د هاوان ګولۍ د لګېدو له امله یو تن ووژل شو

 کابل / د زمري ۳۱ مه / باختر
په کاپیسا کې د استوګنې پر یو کور د هاوان ګولۍ د لګېدو له امله یو تن ووژل شو او درې تنه نور ټپیان شول.
د کاپیسا د امیني قوماندانۍ ویاند عبدالشایق شورش باختر آژانس ته وویل چې د هاوان دغه ګولۍ تېره شپه د دولسو بجو په شاوخوا کې د دغه ولایت د اله سای ولسوالۍ د استوګنې پر یو کور هغه وخت ولګېده چې وسله والو طالبانو پرځیانو برید وکړ او جګړه هم روانه وه.
خو تراوسه نه ده مشخصه شوې چې دغه ګولۍ چا توغولې ده؟
ویل کېږي د پېښې د څېړنې په موخه یو پلاوی موظف شوی دی.
له امریکا سره د وسله والو طالبانو د سولې له موافقه لیک وروسته، خلک تمه درلوده چې په هېواد کې تاوتریخوالي کمښت مومي، هغه تاوتریخوالي چې زیاتره ملکیان پکې زیانمن کېږي، خو وسله والو طالبانو سره له دې چې شرطونه یې عملي شوي دي، نه یوازې چې د تاوتریخوالي ګراف يې نه دى راټيټ کړى، بلکې هغه ته زور هم ورکړی دی.
ختم/ع

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته