ټولنه

د کونړ د سولې کاروان مشر: سوله د انساني ټولنې لومړنۍ اړتيا ده

کابل باختردزمري دمياشتې٧نيټه : 
د کونړ د سولې کاروان د مشرتابه هيئت غړي نعمت الله صافى وايي چې تر هغه وخته پورې به د سولې غوښتنې خپل يون ته دوام ورکړي چې اړونده لوري د دوى غوښتنو ته مثبت ځواب ووايي او سولې ته مخه وکړي.
د دغه کاروان غړي ډاکتر نعمت الله صافي د باختر آژانس له خبريال سره په مرکه کې وويل: د دغه يون د ترسره کولو هدف نړيوالو ته د سولې د پيغام رسول، د جګړې د ښکيلو لورو له خوا د درې مياشتني اوربند اعلام، د جګړې د ښکيلو افغانانو ترمنځ ډير ژر د غونډې جوړول او د ښکيلو لورو ترمنځ موجودو ستونزو ته د حل د لارې موندل دي.
ده د دې پوښتنې په ځواب کې چې دغه يون مو څه وخت پيل کړ؟ وويل چې د دغه کاروان غړو د روان کال د چنګاښ د مياشتې په څلورمه نيټه د خپل سوله غوښتنې يون په پلي توګه د کونړولايت له مرکز اسعدآباد ښار څخه پيل کړ او له هغه وروسته د ننګرهار او لغمان ولايتونو ته او په همدې ترتيب په څلورمې ورځ کابل ته ورسيدل او د کابل د څرخي پله د اوسيدونکو له تود هرکلي سره خپل يون په حضوري چمن کې پاى ته ورساوه.
نعمت الله صافي د دغي ټکي د څرګندولو په ترڅ کې چې سوله د انساني ټولنې له لومړنيو اړتياوو څخه ده، د جګړې له ښکيلو لورو څخه غواړي چې له دې وروسته دې جګړې ته (نه) ووايي او د خبرو له لارې خپل اختلافونه حل کړي.
ده د يوې بلې پوښتنې په ځواب کې زياته کړه: سوله يوه انګيزه ده، د دې لپاره چې ټول په دې لاره کې هلې ځلې وکړي او د هېواد په جوړولوکې ونډه واخلي، ځکه په افغانستان کې د څلويښت کلنې جګړې دوام د زيات مالي او د سر د زيانونو سبب شوې دي چې له دې جملې څخه کولاى شو د پوهنې، اقتصاد او د نورو ټولنيزو برخو د پرمختګونو وروسته پاتې والي ته اشاره وکړو.
د ده د څرګندونوله مخې: د کونړ ولايت هم له دې پلوه بې برخې نه دى پاتې او هره ورځ د دغه ولايت په لسګونو تنه اوسيدونکي د هېواد په بېلابېلو سيموکې وژل کيږي او يا ټپيان کيږي  .
صافي د يوشمېر هېوادونو لاسوهنه په افغانستان کې د جګړې د دوام له مهمو عواملو څخه بولي او له نړيوالې ټولنې څخه غواړي چې د افغانستان په چاروکې د لاسوهنې مخه ونيسي.
ده د هېواد له نورو خلکو څخه هم غواړي چې له دوى سره جوخت د سولې غـوښتنې غږ پورته کړي.
د کونړ د سولې کاروان د هلمند د سولې له کاروان څخه وروسته دويم کاروان دى   چې څه د پاسه درې اوونۍ د سولې د تامينولو او په هېواد کې د تاوتريخوالي د پاى ته رسولو په لاره کې د سولې غوښتنه کوي.
پاى  ج  ذ 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته