فرهنګ

د قهارعاصي د آثارو ټولګه چاپ شوه

کابلباختر دجوزا٧
د هيواد د شاعر قهارعاصي د آثارو ټولګه په دې وروستيو وختو کې د ايران د اسلامي جمهوريت په مشهد ښار کې چاپ شوه.
دباخترآژانس دخبر له مخې: دقهار عاصي د آثارو کليات د احمد معروف کبيري په کوښښ په يو زرو يو سلو څلور ديرشو مخونو او په زرو نسخوکې د ايران د اسلامي جمهوريت په مشهد ښارکې چاپ شوى دى.
د هيواد ددغه مشهور شاعرکليات په دې وروستيو وختوکې د بدخشان د انتشاراتو له خوا د کتاب بازارته روان شو او ددغه شاعر دآثارو بشپړه ټولګه ده چې تر اوسه پورې خپره شوې ده.
مقامه کل سوري ،  لالا يي براى ميلمه ، ديوان عاشقانه باغ ،تنها ولې هميشه، از جزيره خون، از آتش از ابريشم ، سال خون سال شهادت او واز باغچه هاى تاريک د عاصي د يوې ټولګو عنوانو نه دي چې تراوسه پورې په جلا جلا ډول په افغانستان اوځينې هم له هيواد څخه بهر خپاره شوي دي.
په دغو کلياتوکې ټول دغه شعرونه د تيرو چاپ شويو ټولګو او د زماني نوبت په رعايتولو سره خپاره شوي دي او د از دست نويسها په نامه نوى پيوست هم په نوى بڼه په دغه کتاب کې چاپ شوى دى.
دغه راز ټولې ربا عي ګانې او دوبيتي چې په خواره واره ډول په ټولګو او پخوانيو ياد داشتونو کې مو جودې وې؛ په دوو جلا جلا برخو کې د رباعياتو او دوبيتي په نامه په دغو کلياتو کې خپاره شوي دي.
عبدالقهارعاصي په ١٣٣٥ کال کې د پنجشير ولايت په يوه کليوالي سيمه کې وزيږيد او په ١٣٥٩ کال ښوونځي له فراغت وروسته په کابل پو هنتون کې شامل شو.
دى د ليسانس په سويه د کابل پوهنتون د کرنې له څانګې څخه فارغ شو او په شپيتمه لمريزه لسيزه او د اويايمې لسيزې په پيل کې د افغانستان د ليکوالو د ټولنې غړى و.
عاصي د١٣٧٣ کال د وږي په مياشت کې دکورنيو جګړو په وخت کې د توغندي   د لګيدو له ا مله په کابل کې شهيد شو.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته