
کابل، د مرغومې ۱۳مه، باختر
د کونړ د ټولګټو چارو ریاست مسولین وایي، چې ټولګټو چارو وزارت له خوا د ۱.۴ میلیونو افغانیو په لګښت د کونړ – ننګرهار پر عمومي سړک د ترازو لپاره نوې ودانۍ ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.
د کونړ د ټولګټو چارو رئیس قدرت الله معاذ د باختر آژانس سیمه ییز خبریال ته وویل، چې د ټولګټو چارو وزارت له خوا د سړکونو ساتنې په برخه کې د بار وړونکو موټرو د وزن د کنټرول په موخه د کونړ – ننګرهار په عمومي سړک د زیړي بابا په سیمه کې د نصب شوي ترازو لپاره، د ۱.۴ میلیونو افغانیو په لګښت ودانۍ جوړه او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.
د نوموړي په وینا د کونړ – ننګرهار عمومي سړک د ویجاړو برخو د رغولو ترڅنګ به ډېر ژر د دغه سړک د غاړې لښتیو پاکولو او ترافیکي نښو لګولو چارې هم پېل شي.
ص