خبرونهاقتصاد

په هېواد د کبانو د روزنې په سلګونو فارمونه جوړشوي دي

کابل / د لیندی ۱۰ / باختر
په روان کال کې د هېواد په ټولو ولایتونو کې د کبانو د روزنې ۳۵۰ فارمونه جوړشوي ډي.
د کرنې اوبو لګولو او مالداری وزارت د مالداری ریاست مسوولان وايي چې په روان کال کې په ۳۴ ولایتونوکې د تولیدي او تکثیري کبانو د روزنې ۳۵۰ فارمونه د کرنې وزارت او د خصوصي برخې له لوري جوړ شوي ډي.
د کرنې په وزارت کې د کبانو د روزنې آمرخلیل فروغ وايي چې سږکال د کبانود روزنې ۱۰۰ فارمونه د کرنې وزارت د بڼوالۍ او مالداری د ملي پروژو له لارې او د هېواد په ولایتونوکې ۲۵۰ نورفارمونه د خصوصي برخې له لوري جوړشوي ډي.
هغه زیاته کړه چې د څېړنوله مخې، سږکال د کبانو د تولید کچه د تېرکال په پرتله ۵۰۰ ټنه زیاته شوې ده.
دا په داسې حال کې ده چې تېرکال د کبانو د تولید شمېرڅه نا څه ١٠ زره ټنوته رسېده او سږکال ۱۱۵۰۰ ټنوته رسېږي.
پای-ع

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته