خبرونهاقتصادټولنه

د کونړ- ننګرهار عمومي سړک د ساتنې په موخه د ۵۰۰ متره استنادي دېوال د جوړېدو چارې پیل شوې

 کابل، د تلې ۱۴مه، باختر

د کونړ ولایت د ټولګټو چارو ریاست مسوولین وایي، چې د کونړ- ننګرهار عمومي سړک د تخریب د مخنیوي په موخه یې بېلابېلو برخو کې د ۲ میلیونو افغانیو په لګښت، د ۵۰۰ متره استنادي دېوال د رغولو چارې پیل کړې دي.

د کونړ د ټولګټو چارو رییس قدرت الله معاذ د باختر آژانس سیمه ییز خبریال ته وویل، چې د سړکونو او پلونو رغونې برخې ته پوره پاملرنه کوي او نږدې وخت کې به د کونړ – ننکرهار عمومي سړک د زیانمنو شویو برخو د بیا رغونې چارې هم پیل کړي.

په همدې حال کې، د کونړ ولایت مقام د دفتر رییس مولوي سید انور شاه وویل، چې د ولایتي ادارې په هڅو بېلابېلو برخو کې ښه پرمختګونه روان دي او د لا پرمختګ لپاره هڅې کوي.

درد

دوام

ورته لیکنې

دکمه بازگشت به بالا