خبرونهاقتصادټولنه

د کونړ- ننګرهار لويې لارې د بیا رغونې چارې پیل شوې

کابل، د لېندۍ ۷مه، باختر

د ټولګټو چارو وزارت په کونړ ولایت کې د دوه نیم میلیونه افغانیو په لګښت د ۸۲ کیلو متره سړک د زیانمنو شویو برخو رغونې چارې د یو لړ مراسمو په ترڅ کې پیل کړې.

د پرانیستې په دغو مراسمو کې د کونړ والي مولوي احمد طه، ټولګټو چارو رییس مولوي قدرت الله معاذ او یو شمېر نورو ځايي مسوولینو برخه اخیستې وه.

د یاد ولایت سیمیزو چارواکو همدارنګه د وزارت له مشرتابه څخه د مننې ترڅنګ، د دغه ولایت پاتې سړکونو د اساسي رغونې او ترمیم په برخه کې د لا زیاتې پاملرنې غوښتنه وکړه.

د کونړ والي د ټولګټو بنسټونو رغونه او ساتل د ولایتي ادارې مهم لومړیتوب یاد کړ او له مسوولینو څخه یې په دې اړه د لازیاتې پاملرنې غوښتنه وکړه.

په ورته وخت کې د کونړ ولایت د ټولګټو چارو رییس وویل، چې د کونړ – ننګرهار عمومي سړک د استنادي دیوالونو جوړېدو سربېره له غازي اباد ولسوالۍ نیولې د نورګل ولسوالۍ تر اخیرې برخې د ۸۲ کیلو متره سړک د زیانمنو برخو د رغونې او داغګیرۍ چارې پیل کړې چې نږدې یوه میاشت کې به بشپړ شي.

د یادونې وړ ده، چې اوسمهال د هېواد د یو شمېر لویو لارو او فرعي سړکونود بیارغونې چارې په چټکۍ سره پر مخ روانې دي، چې په بشپړېدو سره بې ترانسپورټي اسانتیاوې رامنځته شي.

افغانمل

دوام

ورته لیکنې

دکمه بازگشت به بالا