امنیت

د کورنيو چارو وزير د شهيدانو له وارثانو سره په کتنه کې په خپل وخت د شهيدانو د حقوقو او امتيازونو په ورکولو ټينګار وکړ

کابل – باختر د مرغومې دمياشتې ٢٣
د کورنيو چارو وزير نن دملي پوليسو د يو شمېر شهيدانو له کورنيو سره په کتنه کې ټينګار وکړ چې د شهيدانو د وارثانو حقوق په خپل وخت ورکول کيږي او په دې برخه کې هيڅ راز ځنډ او ستونزه د منلو وړ نه ده .
د کورنيو چارو وزارت مطبوعاتي دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ :
د کورنيو چارو وزير نور الحق علومي په داسې حال کې چې د دغه وزارت يو شمېر مسوولين حاضر وو؛ د ملي پوليسو د يو شمېر شهيدانو له کورنيو سره وکتل او شهيدان يې د هېواد د پت او ناموس ساتوونکي وبلل.
د کورنيو چارو وزير ټينګار وکړ چې د شهيدانو حقوقو او امتيازونه په خپل وخت اجرا کيږي او په دې لاره کې هيڅ راز ځنډ او ستونزه د منلو وړ نه ده .
علومي د کتنې په پاى کې د شهيدانو وارثانو ته د يوې اندازې نغدي مرستو د ورکولو په ترڅ کې له هغوى سره يې د لازياتو مرستو ژمنه وکړه.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته