نړۍ

امريکا : پاکستان بايد دحقاني دشبکې مشرتوب تر څارنې لاندې ونيسي .

واشنګتن  باختر د وږي   يوولسمه :
  دوالستريت  ژورنال ورځپاڼې  پاکستان ته دامريکا دملي امنيت دسلاکارې  سوزان رايس دسفر په باب يو مطلب  خپور کړى دى چې په هغه کې دامريکايي مقاماتو له خولې ويل شوي دي چې رايس دپاکستان  ملکي او پوځي مقاماتو ته ويلي دي چې په افغانستان او پاکستان کې دميشتو جګړه مارانو بريدونه په هيڅ صورت دمنلو وړ نه دي .
والستريت ژورنال وايي چې رايس چين ته له خپل سفر وروسته په اسلام اباد کې په پاکستاني مقاماتو زور واچاوه چې په دغه هيواد کې دافراطي  ډلو دفعاليت د مخنيوي لپاره دې جدې اقدامات وکړي .
  ددغې مقالې  په دوام ويل شوي دي که چيرې  پاکستان دحقاني د شبکې پرخلاف  جدي  اقدامات ترلاس لاندې  ونه نيسي دامريکا له درې سوه مليونو ډالرو پوځي مرستې څخه به بې برخې  شي .
والستريت  ژورنال د تحليلګرانو له خولې وايي چې امريکا له پاکستان څخه غواړي چې دحقاني دشبکې مشرتوب تر څارنې او تعقيب لاندې ونيسي هغه شبکه چې دواشنګټن  په باور په پاکستان کې ازادانه فعاليت کوي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته