امنیت

دهرات دولايتي شورا ديوه غړي دترور پرخلاف وګړني غبرګونونه .

کابل باختر د لړم درې ويشتمه :
دجمشيدي  دقوم  په لسګونو تنو مشرانو او سپين ږيرو  نن دهرات له والي محمد اصف رحيمي سره په کتنه کې  دمحمد عفيف  جمشيدي دترور دپيښې  دتعقيبولو غوښتنه وکړه .
امنيتي او استخباراتي  مسوولانو هم دهرات دولايتي شورا ددغه غړي دترور د پيښې دتعقيبولو  په لاره کې دځينو پرمختګونو  يادونه وکړه او ټينګار يې وکړ چې ددغو جنايتکارانو دپيژندنې او نيولو په خاطر له خپلو ټولو امکاناتو څخه استفاده کوي .
  دهرات والي هم دشهيد عفيف  جمشيدي کورنۍ او قومي مشرانو ته دخپلې همدردۍ او ډاډ ګيرنې مراتب څرګند کړ او ددغه فقيد شخصيت دکړنو يادونه وکړه .
دهرات والي هم ددغې قضيې دجدي څيړنې په لاره کې دهکارى  ژمنه وکړه او اطلاعاتي او استخباراتي مسوولانو ته يې لارښوونه وکړه چې ددغه جنايت دعاملانو دمجازاتو په خاطر له خپل ټول توان څخه استفاده وکړي .
  ختم_ ف _ اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته