خبرونهټولنه

د کونړ په ناړۍ ولسوالۍ کې ۴۱۷ کورنیو ته د څښاک اوبه برابرې شوې

کابل، تلې ۵ مه، باختر

د کلیو، بیا رغونې او پراختیا وزارت له لوري د AHF نړیوال صندوق په مالي ملاتړ د ناړۍ ولسوالۍ په زرو کڅ او مسلم آباد سیمو کې د سرچو موسسې له لوري، د ۸۲ زره ۲۷۵ امریکایي ډالرو په ارزښت د څښاک اوبو دوې پروژې ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې.

د سرچو موسسې استازي انجنیر سید حسین باختر آژانس ته وویل، چې د لمریزې برېښنا د اوبو دغه دوې شبکې د ۱۰ زره متره مکعب زېرمې په لرلو سره ۲۹ زره تنو ته د څښاک اوبو برابرولو ظرفیت لري.

د کونړ والي مولوي احمد طه د AHF نړیوال صندوق او سرچو موسسې له همکاریو د مننې ترڅنګ پر نورو مرستندویه ادارو هم غږ وکړ، چې لرې پرتو سیمو ته د اوبو رسولو برخه کې له خلکو سره مرسته وکړي.

په کونړ کې د کلیو، بیا رغونې او پراختیا رییس شمس الرحمان سېلاب ټولګټې پروژې ولسي وبللې او له خلکو یې وغوښتل، چې ساتنې ته یې جدي پاملرنه وکړي.

هېره دې نه وي، چې د یادې موسسې له لوري په نورګل او چپې درې ولسوالیو کې هم ورته پروژې پلي شوي دي، چې پرمټ یې زرګونو کورنیو ته د څښاک اوبه برابرې شوې دي.

ص

دوام

ورته لیکنې

دکمه بازگشت به بالا