امنیت

په روزګان کې د هوايي بريد له امله د شپږو تنو ډار اچوونکو وژل کيدل

 کابل باختر دغويي دمياشتې ٢٠ نيټه :
شپږ تنه وسله وال ډار اچوونکي  په روزګان ولايت کې ووژل  شول .
په دغو وسله والو  ډار اچوونکو نن سهار ترينګوټ ښار ته څېرمه بريدونه وشول
د هېواد په جنوب کې دملي اردو يوه قوماندان باخترآژانس ته وويل ؛  په دغو  هوايي بريدونو کې د وسله والوطالبانو په ډلې پورې اړوند  شپږ تنه ډار اچوونکي ووژل شول .
د رپوټونوله مخې ؛  دغه  وسله وال ډار اچوونکي  کله  چې په  يولړ ډار اچوونکو فعاليتونو په سازمان ورکولو بوخت  وو؛ پرې  هوايي بريدونه وشول.
په يوبل خبر  کې ويل شوي دي چې امنيتي مامورانو نن سهار اووه ماينونه د روزګان ولايت  له ګڼ ميشتو لارو څخه کشف او شنډکړل.
تر اوسه پوري هيچا يا کومې ډلې د دغو ناکامو ماين ښخولو مسووليت په غاړه  نه دى اخيستى خو سيمه مقامات وسله وال طالبان د دغه شان ماين  ښخولو عاملين بولي
پاى ذکرالله

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته