اقتصاد

په پکتيا کې دمچلغو بند دجوړولو کار له سره پيليږي .

-کابل باختر د لړم ديارلسمه :
په پکتيا ولايت کې دمچلغو بند دجوړولو کار به له درې کلن  ځنډ وروسته ديوې مياشتې په دننه کې  له سره پيل شي .
  دباختراژانس  دخبرله مخې، دانرژۍ اواوبو وزارت  چارواکي وايي چې يوه روسي شرکت په پکتيا  ولايت کې ددغه بند دجوړولو قراردادګټلى دى اوټاکل شوې ده چې ددغه بند  دجوړولوکار په دريو کلونوکې بشپړ شي .
ددوى دڅرګندونوله مخې،  ددغه بند  په جوړيدو سره به د دوه زره درې سوه هکتاره  کرنيزې ځمکې دخړوبولو  او داته سوه ميګاواټه بريښنا دتوليد تر څنګ په دغه ولايت  کې  دنهه سوه کورنيو داړتيا وړ څښاک اوبه هم برابرې شي.
دغه بند دپکتيا ولايت په احمد اباد ولسوالۍ  کې جوړيږي . ددغو چارواکو دڅرګندونوله مخې ، ددولت له اختياري  بودجې څخه درې ويشت  مليونه ډالره ددغه بند دجوړولو لپاره ځانګړې شوې دي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته