امنیت

نهه ويشت تنه وسله وال طالبان ووژل شول

کابل –باختر د زمري دمياشتې ٢٧
نهه ويشت تنه ډار اچوونکې د هيواد په ځينو سيموکې د ملي پوليسو د امنيتي فعاليتونو په بهيرکې ووژل شول.
د کورنيو چارو وزارت مطبوعاتي دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ:
په دغو عملياتوکې چې د دښمنانو د ځپلو په مقصد د ننګرهار، لغمان ، روزګان، هرات او د هلمند د ولايتونو په مربوطاتوکې ترسره شول؛ ٢٩ تنه وسله وال طالبان ووژل شول او ٢٤ تنه نوريې ټپيان شول او يوه اندازه وسلې او د درندو وسلو مهات او نور پوځي تجهيزات په عملياتوکې د شاملو ځواکونو لاس ته ورغلي دي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته