
کابل، د مرغومې ۵مه، باختر
د کونړ او نورستان سیمه ییزې چارواکي وايي، چې د کونړ- نورستان لویې لارې د پاکولو او ویجاړو شویو ځایونو د بیا رغولو چارې بشپړې شوې.
د نورستان د ټولګټو چارو رئیس مولوي محمد نبي د باختر آژانس خبریال ته وویل، چې د نورو ولایتونو په پرتله نورستان سوړ ژمي لري، نو له همدې کبله مو د دغه لارې ځینې سیمې پاکې او ځیني بیا ورغولې تر څو په ژمي کې د تګ راتګ پر وړاندې ستونزې رامنځته نه کړي.
په همدې حال کې یو شمېر موټر چلوونکي له ټولګټو چارو ریاست څخه د دغه لارې د پخولو غوښتنه کوي.
جلالي\جهانیار