سیاست

ايوب زاده : حکومت دبرقي تذکرودويش لپاره غوڅه اراده نه لري . مرتضوي : حکومت دبرقي تذکرو دويش لپاره هوډمن دى .

کا بل باختر د تلې اوولسمه :
سره له دې چې دبرقي تذکرې دويش اداره دروان کال  دلړم په مياشت کې دبرقي تذکرو دويش دبهير  دپيل خبرې کوي خوځينې کارپوهان په دولت تور لګوي چې دغې موخې  ته درسيدو لپاره اراده نه لري .
دباختراژانس دخبريال دخبرله مخې، له څوکلونو راپديخوا دملي وحدت حکومت ژمنه کړې ده چې هېوادوال به دبرقي  تذکرو خاوندان شي .  خو په دې اړوند دمسوولانو کمزورې  اقدامات تل دخلکو او دچارو دځينو کارپوهانو دنيوکې وړ دي .
ځينې کارپوهان په دې باور دي چې حکومت دبرقي تذکرو دويش لپاره غوڅه اراده نه لري   دوى طرحه کوي چې دافغانستان داسلامي جمهوريت جمهور رييس محمد اشرف غني دروان کال دثور دمياشتې  په درويشتمه  نيټه دبرقي تذکرو دويش دبهير دپيل په باب يو رسمي فرمان صادر کړ چې ددغه فرمان له مخې  دماليې ، مخابراتو او معلوماتي تکنالوژۍ او دکورنيو چارو وزارتونه موظف کړى شول چې ددغه بهير داړتياوړ ټول تجهيزات اوامکانات  برابر کړي او هم اجراييه رييس ډاکتر عبدالله عبدالله او دجمهوري رياست مرستيال قانونپوه سروردانش  ته ددغه بهير دڅارنې دنده سپارل شوې ده .
په دې فرمان کې په صراحت سره يادونه شوې ده چې ددغه فرمان له صادريدو  څخه نوي ورځې وروسته  يعنې دروان کال دزمري  په مياشت کې ددغو تذکرو دويش ازمايښتي  بهير پيل شي.
  په دې باب دافغانستان  دازادو او عادلانه انتخاباتو دبنسټ مسوول  نعيم ايوب زاده وايي چې دبرقي تذکرو ويش هېوادوالو ته حياتي دى او دغه تذکرې  کولاى شي هيوادوالو ته اعتبار او باور ورکړي .
ده وويل  ( برقي تذکرې کولاى شي دانتخاباتو په بهير کې ډير مهم او ارزښتناک وي )
  دده په باور دبرقي تذکرو ويش دانتخاباتو په شفافيت او دراى ورکوونکو دنوملړ په برابرولو کې ګټور او اغيزمن دى .
ده وويل : حکومت ددغو تذکرو په ويش کې هيڅ اراده نه لري او تل يې  په دې باب عوام غولوونکى عمل کړى دى .
په همدې حال کې دجمهوري رياست دوياند ددفتر سرپرست شاه حسين مرتضوي وايي چې حکومت دبرقي تذکرو دويش لپاره غوڅه او قوي اراده لري او هر راز تيارى نيول شوى دى او دهغو دويش لپاره هيڅ راز حقوقي او قانوني ستونزه نشته او په نږدې راتلونکې کې به دهغو دويش بهير پيل شي .
په هرحال زياترو خبرې کوونکو دشفافو ، عادلانه او له تقلب څخه دخلاصو انتخاباتو دترسره کولو په بهير کې  دبرقي  تذکرو په اهميت باندې  ټينګار کاوه 
دافغانستان دازادواو عادلانه  انتخاباتو  ددفتر مسوول جانداد سپين غر وايي چې دبرقي تذکرو ويش يو ډير مهم او ارزښتناک پروګرام دى لکه څنګه چې دپوهنې او لوړو زده کړو او آن دامنيتي برخې په ګډون په بيلابيلو ټولنيزو برخو کې د احصائيې  ددقيقو ارقامو وړاندې کول  يو مهم کار بلل کيږي او دغه راز دانتخاباتو  په بهير کې  هم ارزښتناک او آن حياتي دي او کولاى شو  دهېواد دوګړو ددقيقو ارقامو په وړادې کولو سره دتقلب او دزبرځواکو دنفوذ مخه ونيسو .
دده دڅرګندونوله مخې، برقي تذکرې مرسته کوي چې دانتخاباتو کميسيون دقيق پلان ولري او ددغوارقامو له مخې کار وکړي چې داحصائيې  يو دقيق  نوملړ برابر شي او ددغوتذکرو په ويش سره دشفافيت په سلو کې  کابو پنځوس ستونزه لرې کيږي .
دغه راز دمخابراتو اومعلوماتي تکنالوژۍ   وزارت  چارواکي ددغه وزارت له خوا داړتياوړ تجهيزاتو او وسايلو دبرابرولو خبر ورکوي .
ديوه خصوصي پوهنتون محصلې عايشې اصغري  وويل  ( حکومت  دهېوادوالو دهويت دتثبيتولو  لپاره غوڅه او قوي اراده نه لري او دتذکرو دويش لپاره هيڅ راز ژمنه نشته  په همدې لحاظ  دى چې دتذکرو دويش بهير اوږد شوى دى او هرځلې ځنډول کيږي  )
   دې له حکومت څخه وغوښتل چې په غوڅې ارادې سره  دې دتذکرو دويش بهير پيل کړي .
دکابل پوهنتون دحقوقو اوسياسي علومو دپوهنځي محصل احمدجاوديد سروش هم ازاد ، راڼه او  عادلانه انتخابات دبرقي تذکرو  په ويش پورې اړوند بولي .
ده وويل دبرقي تذکرو له ويش  پرته راڼه انتخابات ناشونې دي .  دوګړو  داحوالو دثبت دادارې رييس همايون محتاط دبرقي تذکرو دويش دبهير دځنډيدو ددلايلو په اړوند  باختراژانس ته وويل چې دغه اداره  په لومړي سرکې دمسلکي او فني بشري منابعو له نشوالي سره مخامخه وه چې دغه کسان بايد له دقيقو څيړنووروسته  استخدام شوي واى  او دهغوى په تثبيتولو کې دې جدي پاملرنه شوې واى .
دده دڅرګندونوله مخې، دداوطلبانو دسندونو او سوابقو  څيړنه چې شمير يې  ١٦٠٠٠ تنو ته رسيږي .
ددغو تذکرو دويش دبهير دځنډيدو دلايلو مهمه برخه بلل کيده .
دغه راز دکورنيو چارو وزارت له دايرې څخه دوګړو داحوالو د ثبت دادارې بيلتون او ديوې خپواکې ادارې په چوکاټ کې دهغې سمون  چې دې کار په خپله دوخت په ضايع کيدو کې رول درلود اوبل دليل  داچې دغې ادارې په يوازيتوب  سره ددغه بهير  دترسره کولو  ځواکمني نه لرله او هغو ادارو چې  له دغې ادارې سره يې ګډ اړخونه   لرل هم له دغې ادارې سره  دهمکارى په برخه کې خپل نه تيارى اعلام کړه ځکه په دې بهير کې دې ته اړتيا و چې يوشمير ادارې دامکاناتو په برابرولو  کې  هڅه او هاند وکړي او دوګړو داحوالو دثبت اداره  په دې لاره کې دهغو له همکاريو څخه ګټه اخسته  خو داټول  په خپل وار هغه چلنجونه و چې ددې سبب شول چې دوګړو داحوالو دثبت اداره ددغوتذکرو دويش بهير وځنډوي .
داسې استنباتيږي  چې لاتراوسه پورې هم دبرقي تذکرو دويش په اړوند يولړ ستونزې او خنډونه شته .
چارواکي  په ښه توګه  په دې پوهيږي چې دنظا م په نسبت دخلکو باور او اعتماد دعمل په کچې پورې  تړاو لري  او دبرقي تذکرو ويش کولاى شي ددولت اوخلکو ترمنځ د باور اواعتماد  فضا برابره کړي .
  ختم_ عطاالله – اکرم

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته