امنیت

امنيتي ځواکونه په شمال کې د امنيت تامينولو ته بشپړ تيارۍ لري

کابلباختر دسرطان ٤
دبلخ ولايت امنيتي ځواکونه په دغه ولايت کې د ښه امنيت د تامينولو په لاره کې بشپړ تيارۍ لري.
د٢٠٩ شاهين قول اردو قوماندان او دبلخ ولايت امنيه قوماندان نن په يو خبري کنفرانس کې د امنيت دتامينولو لپاره د امنيتي ځواکونو تيارۍ څرګندکړ.
دوى وويل: اوس امنيتي مسوليتونه د افغان ځواکونو په غاړه دي اوموږ په دې برخه کې بشپړ تيارۍ لرو.
دباخترآژانس دخبر له مخې: د٢٠٩ شاهين قول اردو قوماندان محمد زلمى ويسا دملي اردو، ملي پوليسو او د ملي امنيت دځواکونو د بشپړ تيارۍ يادونه وکړه او زياته يې کړه چې په شمال کې هيڅ امنيتي ګواښ نشته او خلک په عادي ډول د راتلونکي کال د جمهوري رياست دانتخاباتو  د کارتونو په ترلاسه کولو بوخت دي.
دبلخ ولايت امنيه قوماندان مل پاسوال محمدسالم احساس هم وويل: دپوليسو ځواکونه دايساف له ځواکونو سره يو ځاى په بلخ ولايت کې د انتخاباتو د ترسره کولو په برخه کې همکاري کوي .
دبلخ ولايت امنيه قوماندان دغه راز په چمتال ولسوالۍ کې د يوې اته کسيزې  ډلې تروريستانو د نيولو يادونه وکړه اووې ويل: ددغوتروريستانو نيول کيدو وښودله چې ملي ځواکونه بشپړ ځواکمنتيا لري .
په دې کنفرانس کې دغومقاماتو دبدخشان ولايت د وردوج ولسوالۍ د امنيت په تامينولوکې د خپلو برياليتوبونو يادونه هم وکړه.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته