امنیت

درې ويشت تنه بنديان دغزني له جيل څخه آزاد شول .

کابل – باختر دغبرګولې دمياشتې ٦
درې ويشت تنه بنديان نن دغزني له جيل څخه آزاد شول .
دغزني ولايت داستيناف څارنوالۍ رييس عبدالرشيد عابد باختر آژانس خبريال ته وويل : درې ويشت تنه بنديان په افغانستان کې داسلامي انقلاب دبرياليتوب د دوه ويشتمې کاليزې په مناسبت د جمهور رييس حامد کرزي دفرمان له مخې له جيل څخه آزاد او د دريو تنو نورو د بند په موده کې تخفيف راغلى دى.
خبرځاى زياته کړه: همدا اوس درې سوه اته څلويښت تنه نور بنديان ددغه ولايت په جيل کې شپې سبا کوي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته