امنیت

اته تنه وسله وال طالبان په لغمان کې ووژل شول

کابل/ باختر/دغبرګولي دمياشتې٢٢مه
اته تنه وسله وال طالبان د لغمان ولایت په مربوطاتوکې د یوې نښتې له امله ووژل شول.
په ختیځ زون کې د ملي اردو یوه قوماندان د باختر آژانس خبریال ته وویل چې پوځیانو د لغمان په الینګار ولسوالۍ کې  د طالبانو پر کاروان برید وکړ چې له امله یې اته تنه وسله وال طالبان ووژل شول .
د یو بل خبر له مخې:
يو تن وسله وال طالب له جنګی وسایلو سره یې تېره شپه د لغمان ولايت په اليشنګ ولسوالۍ کې ونیول شو.
پای/ شکریه

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته