سیاست

دامريکا دحقوقي پرمختيا اداره په عدلي او قضايي برخو کې يو شمير کسان روزي

کابل _ باختردکب شلمه :
دامريکا متحده ايالاتو دحقوقي پرمختيا اداره دشرعياتو او دحقوقو پوهنځيو  فارغان ،  مدافع وکېلان او څارنوالان  په عدلي او قضايي برخو او دقانون دواکمني په برخه کې  ديو کال لپاره روزي .
دباختراژانس دخبر يال دخبر له مخې،  دغه ټکې  نن په هغې غونډه کې طرحه شو چې دعدليې وزارت له خوا دحکومت درسنيو په مرکز کې جوړه شوې وه .
  په دې غونډه کې دعدليې وزير څارنپوه حبيب الله غالب  دهيواد په بيلابيلو عدلي او قضايي برخو کې  دروزنيزي دورې  داړتيا په اړوند معلومات ورکړل او وي ويل دامريکا دمتحده ايالاتو دحقوقي پرمختيا  اداري له څوکلونو راپديخوا  دمسلکي روزنې په برخه کې نږدي همکاري کړې ده .
  ده زياته کړه چې په افغانستان کې  دروزنې او دظرفيت جوړولو دموضوع له سترو اړتياو څخه ده  په دې خاطر چې په تيرو وختونوکې زموږ په ټولنه کې  جګړه او ناامني واکمنه وه  او زياتره ځوانان  له زده  کړي څخه لري پاتي شوي و
په دې غونډه کې دامريکا متحده ايالاتو دحقوقي پرمختيا داداري مسوولې  ميرمن ايرن خان  وويل  چې د قضايي روزنې پروګرام ديو کال لپاره  په بيلابيلو عدلي اوقضايي برخو کې دشرعياتو او دحقوقو دپوهنځيو فارغانو، مدافع وکېلانو او څارنوالانو ته دکابل ، باميانو ، بدخشان او بلخ په ولايتونوکې  جوړيږي
په دې خبري غونډه کې  دلوى څارنوالۍ سرپرست  نور حبيب جلا  دهيواد په  مرکز او ولايتونوکې دلوى څارنوالۍ  داداري  دظرفيت دلوړولو په اړوند  څرګندونې وکړي او مسلکي زده کړي يې  په قضايي برخه کې مهم کار وباله
دغه راز  دکورنيو چارو وزارت  له جنايي جرمونوسره دمبارزي لوي رييس  محمد يونس  نورزي  او دحقوق پوهانو دټولنې رييس روح الله  قاضي زاده په عدلي او قضايي برخه کې دروزنيزو پروګرامونو  دجوړولو دارزښت په اړوند خبري وکړي او دامريکا دمتحده ايالاتو دحقوقي پرمختيا  له اداري څخه يې وغوښتل  چې دقانون په چوکات کې دې له افغانستان سره خپلو همکاريو ته دوام ورکړي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته