ټولنه

دهرات ولايت په زنده جان ولايت کې داوبو دکانال دجوړولو دکار بشپړول.

کابل – باختر د چنګاښ دمياشتې ٢٧
دهرات ولايت په زنده جان ولسوالۍ کې اوغه د اوبو دکانال دجوړولو کار بشپړ شو.
دهريرود – مرغاب دسمندري حوزې لوى رييس انجينير بارز دباختر آژانس خبريال ته وويل چې ددغه کانال دجوړولو کار له ٤ کلونو راپه دې خوا د ٤٣ مليونو افغانيو په لګښت په زنده جان ولسوالۍ کې پيل شو .
انجينير بآرز څرګنده کړه چې دغه طرحه ګټې اخستنې ته چمتو ده او دسيمې په کچه څه ناڅه دوه زره کورنۍ ورڅخه ګټه اخلي.
دسيمې کروندګرو ددغې کانال دجوړولو کار دبشپړيدو په هرکلى سره څرګنده کړه چې اوبه حياتي ماده ده چې لوى خداى (ج) په زياته اندازه او په وړيا ډول دځمکې پرمخ دموجوداتو په برخه کړې ده دسمندري حوزې رييس دباختر آژانس له خبريال سره په خبرو کې وويل : چې ددغې طرحې په بشپړيدو سره ١٣٣٧ هکتاره کرنيزه ځمکه ددغه کانال له لارې خړوبيږي.
دسيمې زياتره بزګران ټينګار کوي چې دصنعت په برخه کې پرمختګ په کورنو او کروندو کې داوبو سيستم او په زنده جان کې دوګړو دشمير زياتوالي لګښتونه يې څو برابره کړي دي .
دوى له مسوولينو څخه غواړي چې دورته طرحو په عملي کولو سره دبندونو او کانالونو په جوړولو کې زياتې طرحې ترلاس لاندې ونيسي.
دچارو دمسوولينو دڅرګندونو له مخې : په زنده جان کې ددغه بند په جوړيدو سره کروندګروته د اړتياوړ اوبو په تاميندو سربيره ، په عادلانه ډول داوبو په ويش او دضايعاتو په مخنيوي کې هم هلې ځلې شوې دي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته