ښوونه او روزنه

په غور کې له بې ځايه شويو کورنيو سره مرسته وشوه

کابل/ باختر/ د وري دمياشتې ۶ مه
په غور ولايت کې پرون  له ۸۰ بې ځايه شويو کورنيو سره مرسته وشوه .
د باختر آژانس د خبريال د خبرله مخې: دغه مرستې د غور ولايت د چارسدې ولسوالۍ پر هغو بې ځايه شويو کورنيو چې د جګړو او ناامنيو له امله د دغه ولايت په مرکز کې ځاى پرځاى شوې دي؛ د «اې.سي.اف» موسسې له خوا وشوې.
په دې پړاو کې له هرې کورنۍ سره دولس – دولس زره افغانۍ نغدي مرسته وشوه
  د غور والي غلام ناصر خاضع ددغو مرستو دويشلو په وخت کې وويل چې دغه کورنۍ دې د موسسو په مرستو بسيا ونه کړي او د خپل ژوندانه دښه والي لپاره په خپله هلې ځلې وکړي .
د «اې.سي.اف» ددفتر عمومي مسوول ډاډ ورکړ چې له ټولو اقتصادي محدوديتونو سره سره  چې له تمويلوونکو منابعو څخه يې لري ، په دې لاره کې به خپلو هلوځلو ته دوام ورکړي .
  ختم_ سعيده  _ اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته