امنیت

په کابل ښارکې يوې سختې چاودنې اته تنه شهيدان اوڅلورسوه تنه نورټپيان کړل

کابل – باختر د زمري دمياشتې ١٦
دکابل ښارداتمې ناحيې په مربوطاتو کې تيره شپه ديوې  سختې چاودنې له امله اته تنه شهيدان اوڅلور سوه تنه نور ټپيان شول .
دباختراژانس دخبريال دخبر له مخې ،  دکابل ولايت امنيه قوماندان جنرال عبدالرحمن رحيمي رسنيو ته ويلي دي چې دغه پيښه  دتيرې شپې ديوې بجې په شاوخوا کې دکابل ښار په اتمې ناحيې پورې اړونددسياه سنګ  دنقليې قطعې ته څيرمه دشاه شهيد په نامه دسړک په ساحه  کې داستوګنې په يوه سيمه کې په يو باروړونکي موټر کې دځاى پرځاى شويو چاوديدونکو توکو دچاودنې له امله رامنځته شوه .
ده زياته  کړه چې ددغې چاودنې له امله اته تنه ملکي  بيګناه وګړي شهيدان او يوزيات شمير نور ټپيان شول او داستوګنې لسګونوکورونو ، دوکانونو اونورو تاسيساتو ته زيان اوښتى دى .
دغه راز دعامې روغتيا وزارت دمرکز دروغتونونو رييس ډاکتر سيدکبير اميري دباختراژانس خبريال ته وويل چې تراوسه پورې ددغې پيښې داتو تنو شهيدانو جنازې او څلور سوه تنه ټپيان دکابل روغتونونو ته  ليږدول شوي دي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته