سیاستخبرونهTOP

د کوکنارو د کښت او هر نوع نشه یي توکو د ممنوعیت په اړه د عالیقدر امیر المؤمنین فرمان

کابل/ د وري١٤ مه / باختر

د عالیقدر امیر المؤمنین د فرمان په اساس ټولو هیوادوالو ته خبر ورکول کیږي، چې د دې فرمان د صدور له نیټې وروسته د کوکنارو کرکیله په ټول هېواد کې په مطلق ډول منع ده او هیڅوک دې له دې وروسته په خپلو ځمکو کې د دغه ناوړه بوټي د کرلو هڅه نه کوي.

که خدای مکړه څوک تخلف وکړي، نو کښت به یې له منځه وړل کیږي او له متخلف سره به د اسلامي شریعت له مخې چلند کیږي.

همدارنګه په ټول هېواد کې د نشه يي موادو د ټولو ډولونو لکه شراب، هیروئین، شیشه، ټابلیټ کا، چرس او نوروټولو نشه کونکو موادو استعمال، انتقال، پېر، پلور، تجارت، واردات، صادرات او د نشه یي توکو د تولید کارخانې په جدي توګه منع دي.

د دې فرمان تعمیل لازمي دی، که هر څوک تخلف وکړي، نو د عدلي او قضایي ادارو له لوري به تعقیبیږي او مجازات کیږي به.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته