کابل باختردتلې دمياشتې١نيټه :
دوه تنه د يوه ټکسي موټر چلوونکي د تښتولو او وژنې په تور د هرات د ښاري محکمې له خوا په مجازاتو محکوم شول.
دغو کسانو څه موده مخکې په هرات ښارکې د يو ټکسي موټرچلوونکى وژلى و چې د پولييسو له خوا ونيول شول او د هرات د ښاري محکمې د کورني او بهرني امنيت پرخلاف د جرمونو د ديوان په علني غونډه کې چې د هرات د جزا د ديوان د رئيس او د ښاري محکمې د مرستيال قضاوتمند عبداللطيف متين په مشرۍ جوړه شوې وه، په مجازاتو محکوم شول چې يو تن په اعدام او بل يې په ٣٠ کاله تنفيذي بند محکوم شول.
په ټاکلي موده کې د دغو مجرمينو د استيناف غوښتنې حق خوندي دى.
پاى ج ذ
0 1 دقیقه لوستل