نړۍ

په کراچي ښار کې ددريو تنو وژل کيدل

٦ – اسلام اباد  باختر دسلواغي   يوولسمه

  دپاکستان په کراچي ښار کې نن سهار په يو موټر دوسله والو کسانو د ډزو له امله ددوو ښځو په ګډون درې تنه ووژل شول .

 دباختر اطلاعاتي اژانس دډي ډان ورځپاڼې دخبري سايت  دڅرګندونو له مخې خبر راکړ چې په دې موټر کې  دبلوچستان ايالات دسيمه ئيزي اداري رييس مير بختيار اودده ميرمن او لور سپاره وو .

  يرغلګر  چې په موټر سايکل سپاره  وو له سيمي څخه تښتيدلي دي .

 پرون هم دمتحده قومي غورځنګ درې تنه  فعالين په  نيوکراچي سيمه کې په ډزو سره ووژل شول  او يو بل سړى هم په دې  ورځ  په دغه ښار کې خپل کورته  څيرمه ووژل شو .

 خلکو ددغو وژنو پرخلاف داعتراض په توګه  مظاهرې وکړي .

  ديوبل خبر له مخې  ناپيژندل شويو وسله الو کسانو پرون دکويټي ښار په  جعفر اباد سيمه کې  دوه تنه تنکي نجونې ووژلي اويوبل  تن يې ټپي کړ .

 يرغلګر د پيښې له سيمې څخه تښيتدلي او ددغه  بريد انګيزه کورني دښمني  بلل شوې ده .

 تراوسه پوري دغو پيښو  په اړوند څوک نه دى نيول شوي  .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته