سیاستخبرونه

د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت سرپرست ننګرهار ته سفر وکړ

 کابل، د تلې ۱۴مه، باختر

د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت سرپرست مولوي خلیل الرحمن حقاني ننګرهار ته په  سفر کې له ځايي مسوولینو سره د لیدنې ترڅنګ د یاد ولایت له یو شمېر ولسوالیو څخه هم لیدنه وکړه.

حقاني د ننګرهار له مرستیال والي مولوي ناصح رباني سره په لیدنه کې د تورخم له لارې د کډوالو په راستنېدو، د داخلي بې ځایه شویو کډوالو پرستونزو او د وروستیو سېلابونو له کبله د زیانمنو شویو کورنیو سره د لا ډېرو مرستو په میکانیزم بحث او خبرې وکړې.

د کډالو اوراستنېدونکو چارو وزارت سرپرست د خپل سفر په ترڅ کې د خوګیاڼو ولسوالۍ په چمتلې ښارګوټي کې له  ۴۰۰ بې وزلو کورنیو سره  نغدي او د خوراکي توکو مرسته وکړه.

نوموړي همدارنګه په غني خېلو ولسوالۍ کې د شینوارو او مومندو قومونو له مشرانو سره په کتنه کې د هغوی ستونزې واورېدې او ژمنه يې وکړه، چې ستونزې به يې تر اړونده چارواکو او مشرانو ورسوي.

د یادولو وړ ده، چې مولوي خیل الرحمن حقاني د دې سفر په ترڅ کې د تورخم له سرحدي ښارګوټي څخه هم ليدنه وکړه.

افغانمل

دوام

ورته لیکنې

دکمه بازگشت به بالا