امنیت

په فارياب کې يو ماين جوړونکى طالب ووژل شو

کابل – باختر د سلواغې دمياشتې ٢٥
يو ماين جوونکى طالب نن په فارياب ولايت کې ووژل شو او درې تنه همکاران يې ټپيان شول.
په فارياب ولايت کې د ٢٠٩ شاهين قول اردو د لومړۍ لوا وياند جګړن محمد رضا رضايي باختر آژانس ته وويل: يو ماين جوړونکى د فارياب ولايت په قيصار ولسوالۍ د خپل جوړ کړى شوي ماين د چاودنې له امله ووژل شو او درې تنه نور همکاران يې سخت ټپيان شول.
د رضايي د څرګندونو له مخې : دغه پيښه د قيصار ولسوالۍ د بلند غور په سيمه کې هغه وخت رامنځته شوه چې دغه کسان چې د هلمند ولايت اصلي اوسيدونکي وو؛ د ماين جوړولو د زده کړې په مقصد د فارياب ولايت ته ورغلي وو.
ويل کيږي په دې پيښه کې د دوى څلور موټر سايکلونه هم ويجاړ شوي دي. دقيصار ولسوال رحمت الله قيصاري وايي: طالبان زياتره له ماينونو څخه د ملکي خلکو د وژلو لپاره استفاده کوي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته