فرهنګ

جمهوررئیس حامدکرزي د پغمان د ماڼۍ د پروژې د کار له پرمختګ څخه لیدنه وکړه

کابل_باختر د مرغومي دمياشتې ٢ مه:
د افغانستان جمهوررئیس حامدکرزي نن له غرمې وروسته د پغمان په سیمه کې له هغې ساختماني پروژې د کار له جریان څخه یو ځل بیا لیدنه وکړه چې په پام کې ده په ۱۳۹۳ لمریز کال د نوروز نړیوال جشن په دې ودانۍ کې ولمانځل شي.
د جمهوري رياست مطبوعاتي دفترباخترآژانس ته خبرورکړ:
جمهوررئیس حامدکرزي د دغې پروژې بېلابېلې برخې او د هغې له ملحقاتو له هغې جملې څخه د پغمان د غونډۍ د تاریخي ماڼۍ او  ساحاتو د بیا رغونې له جریان څخه چې په پاخه او اساسي ډول جوړیږي، لیدنه وکړه.
د دغې ساختماني پروژې د کار د څرنګوالي په اړه چې د تاریخي ابداتو، د لرغونې ماڼۍ او باغونو رغونه او د۱۳۹۳لمریز کال دنوروز د نړیوال جشن د لمانځنې د ودانۍ جوړیدل هم پکې شامل دي، په داسې حال کې چې د دغې پروژې انجنیران هم حاضروو، د ښار او کور جوړولو د وزیر ډاکتر حسن عبداللهی لخوا جمهوررئیس ته معلومات ورکړل شول.
د نوروز د نړیوال جشن د لمانځلو د نوې ماڼۍ  تالار چې په پاخه او اساسي ډول په کلاسیکه معمارۍ د جوړیدو په حال کې دی، د ۱۰۰۰ میلمنو لپاره ځای لري.
د افغانستان جمهوررئیس حامدکرزي د دغې پروژې مسوولینو ته لازمې لارښوونې وکړې، ترڅو د چارو په دقیق پرمختګ کې د دغه محل د ودانیو په جوړیدوکې د تاریخي اصالت ساتنې ته پاملرنه وکړي.#

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته