امنیت

په ننګرهار کې د خپلمنځي نښتې له امله د ٦ تنو وژل کېدل

جلال اباد باختر د وري د مياشتې ٢٢ مه
د ننګرهار ولايت په بهسودو ولسوالۍ کې د پخوانۍ دښمنۍ له امله د يوې کورنۍ شپږ تنه غړي وژل شوي او د يادې سيمې دوه تنه نور اوسيدونکي ټپیان شوي دي.
ځايي چارواکي وايي چې دغه پېښه تېره شپه د بهسودو ولسوالۍ د سراچې په نغلو کلي کې د خپلمنځي نښتې له امله رامنځته شوې ده.
د ننګرهار د والي وياند عطاءالله خوږياڼي د باختر اژانس سيمه يېز خبريال ته وويل چې،په ياده پېښه کې د يوې کورنۍ،مشر،مېرمن او څلور زامن وژل شوي دي.
خوږياڼى وايي چې، په دغه پېښه کې د يو ماشوم په ګډون دوه تنه نور ټپيان شوي هم دي.
سرچينه زياتوي چې دغه پېښه د پخوانۍ دښمنۍ له امله رامنځته شوې او قاتلين له سيمې څخه تښتيدلي دي.
خوامنيتي ادارو ته سپارښتنه شوې چې پېښه په جدي ډول وڅيړي، قاتلين پيدا او د قانوني اجراتو په موخه يې عدلي او قضايي ارګانونو ته وسپاري.پاى_ وصال

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته