خبرونهفرهنګ

د ګردیز بالاحصار د ویجاړېدو له ګواښ سره مخ دی

کابل، د زمري ۲۲ مه، باختر
د ګردېز بالاحصار ځینې برخې له کلونو را په دېخوا د ورانېدو له ګواښ سره مخ دي او په تېر نظام کې یې د اساسي رغولو لپاره د ځانګړې بودجې د منظورۍ اوازې هم رسنیزې شوې، خو د جوړولو عملي چارې یې پیل نه شوې.
د پکتیا د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست مسوولین وايي چې په دغه ولایت کې د سختو اورښتونو له امله د ګردېز تاریخي بالاحصار ځینې برخې د نړېدو له ګواښ سره مخ دي.
د یاد ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ رییس مولوي عبدالخالق خالقیار احمدزي باختر آژانس ته وویل چې د سختو اورښتونو له امله، د پکتیا تاریخي بالاحصار ځینې برخې د نړیدو له ګواښ سره مخ دي، هغه د بالاحصار په شاوخوا کې له مېشتو خلکو غوښتي چې خپل کورونه پرېږدي او خوندي سیمو ته لاړ شي.
ن.ر

دوام

ورته لیکنې

دکمه بازگشت به بالا