امنیت

په قندهار کې يوولس تنه وسله وال طالبان و وژل شول

کابل باختر د ليندي شپږ ويشتمه
  دقندهار ولايت په خاکريز ولسوالۍ کې دافغان پوځيانو ا دناټو دځواکونو په ګډو عملياتو کې يوولس تنه وسله وال طالبان و وژل شول .
دقندهار دوالي ويندوى جاويد فيصل باختر اژانس ته وويل دغه عمليات تيره شپه دګډو ځواکونو له خوا دخاکريز ولسوالۍ په باغک سيمه کې ترسره شوچې له امله يې يوولس  تنه وسله وال طالبان  و وژل شول .
يوه اړوند خبرځاى وويل چې دغو عملياتو درې ساعته دوام درلود او دغه راز يوه اندازه جنګي وسايل هم دامنيتي ځواکونو لاس ته ورغلي دي .
خبرځاى زياته کړه په دغو عملياتو کې امنيتي ځواکونو اوملکي وګړو ته زيان نه دى اوښتي .
 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته