سیاست

د ورځې تبصره

کابل باختر د غبرګولي شپاړسمه

 دملي  شورا دمشرانو جرګې هم دافغانستان او امريکا ترمنځ دستراتيژيکي همکاريو سند تصويب کړ .

 دباختر اژانس مبصر ليکي افغانستان په هيواد او سيمه کې دروانو حالاتو په شرايطو په پوهيدو سره ، په هيواد کې دوګړني نظام دلس کلنو ارزښتونو دساتنې په بنسټ او په بشپړه توګه دهيواد له لوړو کټو سره  سم ، په دې وروستيو وختو کې دنړۍ له سترو هيوادونو او په سرکې يې دامريکا له متحده ايالاتو سره دستراتيژيکي همکاريو   څو سندونه لاسليک کړي دي .

 په دې باب دهيواد دوګړني  نظام دمشرتابه له بيا بيا ټينګار سره سره چې دافغانستان او دنړۍ دهيوادونو  ترمنځ  دستراتيژيکي همکاريو دسندونو لاسليک ، هيڅکله نورو هيوادونو ته کوم ګواښ نه دى ، دسيمې  ځينو ټولنو او هيوادونو په دې باب انديښنه څرګنده کړه .

 دغه انديښنې  په ځينو مواردوکې دامريکا له متحده ايالاتو سره ددغه ستراتيژيکي تړون له لاسليک وروسته دسيمې دهيوادونو له تعبيرونو سره جوخت موارد طرحه شول .

 ددغو  انديښنو په اړوند دافغانستان داسلامي جمهوريت  جمهور رييس حامدکرزي په واروارڅرګنده کړه چې دنړۍ له  هيوادونوسره داوږدمهالو همکاريو دسندونو لاسليک نورو  هيوادونوته ګواښ نه بلل کيږي .

  په هر صورت  دتيرو کلونو تجربه په ډاګه کوي چې افغانستان دهيواد او دسيمې دراتلونکي او اوس په تحليل او مشخص درک سره بايد په دې خاطر چې بيا افغانستان دسيمې دافراطيت  او ډار اچونې دبيا ميلان او حرکت په ځالو بدل نه شي دنړۍ دسترو هيوادونو ملاتړله ځان سره  ولري.

  درديدلى افغانستان  که چيري له يوې خوا  دنړيوالې ټولنې او د نړۍ د سترو هيوادونو اوږدمهال ملاتړ ته اړتيا لري ، دهيواد مشرتوب  دبحران په له منځه  وړولو کې دسيمې دهيوادونو رول نه هيروي او تل يې دتفاهم ، اقتصادي مشارکت  او د ډار اچونې  په وړاندې دسيمې دهيوادونو ديو والي او پيوستون  غوښتنه کړې ده  او کوي  يې .

 دپوهانو په باور که چيري  دسيمې  هيوادونو په صادقانه  ډول دتروريزم له شر څخه دسيمې دژغورنې لپاره هلې ځلې  کړى واي په حقيقت کې  افغانستان ته کومه اړتيا نه رامنځته کيده چې له نړيوالو ځواکونو پرته دافغانستان دراتلونکي  په نسبت انديښنه موجوده واي .

    بايد دسيمې هيوادونه په دې تريخ حقيقت  پوه شي  چې په سيمه کې د ځينو کړيو په ملاتړ دترورستانو د پټنځايونو  ، روزن ځايونو او دتمويلولو  او سمبالولو  دمرکزونو شتون  ددې سبب شوي دى چې افغانستان دنړيوالو اصولو اوميثاقونو  پربنسټ   دملي ګټو په پام کې نيولو سره دنړۍ له هيوادونوسره دستراتيژيکي همکاريو موافقه ليکونه لاسليک کړي او دافغانستان دملي شورا دواړه مجلسونه دزمانې داړتيا او په سيمه کې دواکمنو حالاتو په پام کې  نيولو سره په دغو سندونو دتاييد مهر ولګوي .

 په هرحال داوږدمهالو همکاريو دسندونو لاسليک  هيڅکله دنورو لپاره ګواښ نه دى او افغانستان له تروريزم څخه په خلاصه او داقتصادي او تجارتي  اړيکو په پراخې  سيمې دخپلوژمنو په وړاندي  پابند دى او تل يې په هر تړون او موافقه ليک کې دسوله ئيز ګډ ژوندانه په اصل باندې ټينګار کړى  دى اوکو ي يې  .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته