کابل باختر دچنګاښ ٢٦
يو پوليس نن دلوګر ولايت داذرې په ولسوالۍ کې شهيد شو .
دلوګر دوالي وياند سليم صالح باختراژانس ته وويل چې دپوليسو يوه زغره واله واسطه د اذرې ولسوالۍ د کتاره په سيمه کې په سړک کې په ښخ کړي شوي ماين وخته . چې دهغه دچاودنې له امله يو پوليسو شهيد او درې تنه نور پوليسان ټپيان شول . خو دلوګر دولايتي شورا غړي ډاکتر عبدالولي وکيل باختراژانس ته وويل چې په دې چاودنه کې درې تنه پوليسان شهيدان او څلور تنه نور ټپيان شول .
0 د یوې دقیقې څخه لږ