سیاست

جمهور رئیس غني د هلمند ولایت له یو شمېر مشرانو سره وکتل

کابل_باختر د ليندۍ د مياشتې٦مه
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس محمداشرف غني نن سهار د هلمند ولایت له یو شمېر قومي مشرانو او استازو سره په ارګ کې وکتل.
د جمهور رييس د وياند دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ:
په دې کتنه کې جمهور رئیس غني د بارکزیو قومي مشر حفیظ الله بارکزي ته د لونګۍ ور په سرولو او چپن ورکولو پرمهال وویل: د مشرانو عزت زموږ افغاني دود دی او ټول حکومتي مسوولین دغه دود ته په درناوي قایل دي.
جمهور رئیس په ټینګار سره وویل، قانون تطبیقېږي او د قانون له سرغړونکو سره به قانوني چلند وشي، ځکه دا د افغانستان د خلکو غوښتنه ده او ټول ورباندې اجماع لري. هغه زیاته کړه، د هلمند ثبات، کراري او پرمختګ زموږ اساسي موخه ده.
د هېواد جمهور رئیس څرګنده کړه، ټاپي پروژه چې زموږ ټولو ویاړ او عزت دی، په نږدې راتلونکي کې هرات ولایت ته را رسېږي او له ټولو مشرانو مې غوښتنه دا ده چې د دغې پروژې په تطبیق او بشپړېدو کې مرسته وکړي، ځکه د افغانستان دښمنان نه غواړي دغه مهمه پروژه تطبیق شي.
جمهور رئیس څرګنده کړه، د ټاپي پروژې ترڅنګ د ۵۰۰ کیلو ولټه برېښنا د لېږد مزی له تورغنډۍ څخه سپین بولدک ته غځول کېږي او ترڅنګ یې نورې وړې پروژې هم په پام کې دي چې په تطبیق سره به یې د یادو سیمو خلکو ته د کار او هوسا ژوند زمینې برابرې شي
د ولسي جرګې استازي عبیدالله بارکزي چې د یادو قومي مشرانو په استازیتوب یې خبرې کولې له حکومت څخه د خپل ټینګ ملاتړ ترڅنګ د جمهور رئیس ملي برنامې، هڅې او لاسته راوړنې د قدر وړ وبللې. هغه زیاته کړه، د افغانستان وروڼو قومونو تل د وروڼو په څېر یو د بل ترڅنګ ژوند کړی او د قومونو وحدت زموږ اساسي قوت دی.
د هلمند ولایت قومي مشرانو ښاغلي حفیظ الله بارکزي ته د جمهور رئیس د درناوي مننه وکړه او د هغه د دغې لورینې او درناوي په خاطرجمهور رئیس ته د عزت پګړۍ ور په سر کړه او په چارو کې د لا بریالیتوب ترڅنګ یې د اوږد ژوند دعا ورته وکړه.
یادو مشرانو په اوس وخت کې د لویې جرګې رابللو پرځای د حکومت ملاتړ ګټور وباله او زیاته یې کړه، لویه جرګه د افغانستان ملي عنعنه ده او هیڅوک حق نه لري چې د شخصي ګټو لپاره ورڅخه استفاده وکړي.
نوموړي په پای کې یو ځل بیا د هلمند د خلکو په استازیتوب له حکومت څخه خپل ټینګ ملاتړ اعلان کړ.#
پاى_ج

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته