امنیت

يوسړى له خپل زوى سره په فارياب کې ووژل شو .

کابل باختر دلړم لومړى :
يوملکي وګړى  تيره شپه له خپل زوى سره دناپيژاندو وسله والو افرادو له خوا په  فارياب ولايت کې  ووژل شو .
دفارياب دشيرين تګاب ولسوالۍ سرپرست سيد شرف الدين  دباختراژانس خبريال ته وويل چې دغه څلويښت کلن  سړى له خپل ديارلس  کلن زوى سره ددغې ولسوالۍ دتودکل په سيمه کې  هغه وخت ووژل شوچې خپل بڼ  په خړوبولو  بوخت وو .
خبرځاى زياته کړه: پوليسو ددغې  پيښې  د عاملانو دنيولو لپاره پلټنې پيل کړې دي .
  ختم_ سعيده _ اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته