برلين فرانسپرس باختردزمري دمياشتې ٢٥ :
دالمان صدراعظمې انګلا مرکل پرون دروسيې له جمهور رييس ولاديميرپوتين سره په ټيلفوني خبرو کې په ټينګارسره له ده څخه وغوښتل چې داوکراين له پولې څخه دپوځي تجهيزاتو ، نظامي سلاکارانو او دوسله وال پرسونل د تيريدو مخه ونيسي .
باخترآژانس له برلين څخه دفرانسې دخبري آژانس له خولې خبر راکړ :
دانګلامرکل دفتر په يوه وينا کې وويل : چې د المان صدراعظمې ډير ژر داوربند دټينګښت په مقصد دروسيې له جمهور رييس څخه غوښتي دي چې داوکراين دختيځ د حالاتو له ښه والي سره مرسته وکړي .
د المان او د روسيې د مشرانو ترمنځ خبرې په داسې حال کې وشوې چې داوکراين په خاورې د تيري په باب په مسکو دکيف تور سرحدي تاوتريخوالى زيات کړى دى .
اوکراين ادعا وکړه چې روسيې د خپلو زغروالو وسايطو يو کاروان ددغه هېواد خاورې ته ليږلى دى او داوکراين داردو توپچي پوځ په دغه کاروان په ډزو سره يو شمير يې ويجاړ کړي دي .
دروسيې ددفاع وزارت ويندوى دمسکو په موټرونو دتعرض په باب داوکراين دمامورينو ادعا بې بنسټ وبلله او رد يې کړه .
مسکو چې په اوکراين کې دخپلو پلويو بيلتون غوښتوونکو ملاتړ کوي دخپل ګاونډي په خاورې هر راز تعرض درواغ بولي .
0 1 دقیقه لوستل