ټولنه

عبدالحبار تقوا : دکابل ولايت په ١٤ولسواليو کې ملي پارکونه جوړيږي .

کابل  باخترد وري  دمياشتې  ٥ :
دکابل والي وايي  دکابل ولايت  دمشرتابه هيئت  په ښارکې دګڼې ګوڼې اودژوندانه دچاپيريال دلازياتې ککړتيا دمخنيوي  اوپه کابل ښار اوولايت کې ديوې سالمې ټولنې  دجوړولو په مقصد په پام کې لري  په راتلوونکو پنځو کلونو کې ددغه ولايت  په ديارلسو اداري واحدونو کې داستوګنې ښارګوټي  جوړ کړي.
دکابل والي عبدالجبار تقوا چې  دباختراژانس له خبريال سره  يې خبرې کولې وويل دکابل ښاريانو دژغورنې ، دګڼې ګوڼې  دمخنيوي  په ښارکې  ددرندو ترافيکو  دپاى ته رسولو او دژوندانه  دچاپيريال دسالم والي په خاطر په پام کي  لري چې ديوپنځه کلن پرمختيايي پروګرام په چوکاټ کې دکابل ولايت په ديارلسو ولسواليوکې داستوګنې ښارګوټي جوړ کړي اوپه هغو کې به ديو پرمخ تللي  ښارټولې اسانتياوې اوامکانات په پام کې ونيول شي چې داستوګنې دغه ښارګوټي  دخصوصي  برخو په واسطه   جوړيږي  اوپه کابل ښارکې  به په خپل سر دودانيو دجوړولو مخه هم ونيول شي.
دکابل والي زياته کړه: دکابل ولايت  دپنځه کلن  پرمختيايي  پروګرام په طرحه کې دکابل ولايت  دستر اداري مرکز ودانۍ  هم په پام کې نيول شوې ده چې دنوى کابل دبورد په موافقه  به عملي شي .
دکابل ولايت په ده سبز ولسوالۍ کې دڅلور زره اووه اتيا جريبه  حمکې په ساحه کې ددغه نوى  مرکز  په جوړولو سره چې دنوى کابل په يوه  برخه کې  جوړيږي  ددغه اداري مرکز په جوړولو کې هيڅ پولي خنډونه نشته . هر وزارت دهغه په جوړولو کې کافي بودجه په واک کې لري .
دغه راز دکابل ولايت په څوارلسو ولسواليو کې هم  دملي پارکونو دجوړولو يادونه وکړه او ويې ويل چې ددغو پارکونو جوړول  به دکابل له ښکلا او دهوا له تصفيې سره مرسته  وکړي اوپه دولتي ځمکه کې به دهغو ددغو دوانيو په جوړولو کې چې په هرولسوالۍ کې په لاس کې شته استفاده وکړو.
لکه څنګه چې دکابل ولايت دچاراسياب ولسوالۍ مشرانو  اته سوه اتيا جريبه ځمکه موږ ته په نښته کړې ده.
دکابل  والي عبدالجبار تقوا چې دنوى کابل دبورد غړيتوب لري دنوى کابل دجوړولو په اړوند وويل، نوى کابل چې دکابل ښار دوه نيم برابره دى او د ده سبز ولسوالۍ په ساحه کې موقعيت لري ځينې مقدماتي کارونه يې بشپړشوي دي او له دريو کورنيو خصوصي  ساختماني  شرکتونو سره چې قرارداد شوى دى دروان کال دثور ترمياشتې پورې  به پيل شي .
دغه ښار دهرې برخې په تفکيک سره ديوپرمختللي ښارپه توګه ټول امکانات اواسانتياوې لري .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته