
کابل، د زمري ۱۳ مه، باختر
د یونیسف موسسې د نیمروز په زرنج ښار کې د اوبولګولو له ریاست سره د کلورینو مرسته وکړه.
د باخترآژانس د خبرله مخې، د یونیسف موسسې د دغه ولایت په زرنج ښار کې د اوبو لګولو له ریاست سره د اوبو تصفیه کولو څه د پاسه ۱۲۰۰ کیلوګرامه کلورینو مرسته وکړه.
د نیمروز د اوبولګولو ادارې رییس مولوي احسان الله احسان وویل چې دغه کار د زرنج ښار له اوسېدونکو سره مرسته کوي چې پاکو اوبو ته لاس رسي موموي.
ع