ټولنه

په بلخ کې دهېواد دشمال له عالمانو سره دسولې دمشورتي کنفرانس جوړول

کابل باختر د وري لسمه :
دهېواد دشمال له عالمانو سره  دسولې مشورتي کنفرانس په بلخ ولايت کې جوړ شو .
په دې کنفرانس کې  دهېواد  دشمال له پنځو ولايتونو څخه پنځه سوو تنو اسلامي عالمانودبلخ ولايت  په مرکز مزارشريف ښار کې دسولې په باره کې سلامشورې وکړې .
  دغه کنفرانس دسولې دعالي شورا  له خوا په افغانستان کې دجګړې او وينې توييدو  دبندولو لپاره  دملي اجماع دجوړولو په موخه  جوړ شوي و .
  په دې  کنفرانس کې  برخه والو عالمانو ، سوله دافغانستان دخلکو يوه جدي اړتيا وبلله  او له وسله والو  طالبانو څخه يې  وغوښتل  چې د جګړې او ورانکارۍ له دوام څخه دې  لاس واخلي او له دې وروسته دې په هېواد کې دامنيت  په تامينولو او دخپل هېواد په بيا جوړولو کې  ونډه واخلي .
  دغو عالمانو دملي وحدت  دټينګښت او په افغانستان کې  د جګړو او ورانکاريو دپاى ته رسولو لپاره  دسولې او ديوبل منلو دفرهنګ پراخ بنسټه کيدل يو اصل وباله  اوژمنه يې وکړه  چې له دې وروسته د جوماتونواو دوګړنيو غونډو له لارې  په دې لاره کې  زياتې هلې ځلې کوي .
  دسولې دعالي شورا مرستيال  مولوي عطاالرحمن  سليم  په دې کنفرانس کې  له اسلامي عالمانوسره تفاهم او په افغانستان کې دجګړې دبندولو  لپاره  له دولت سره  دهغوى همکاري  ارزښتناکه وبلله .
  ده وويل چې له اسلامي عالمانواو قومي مشرانو سره  په تفاهم او مشوره کې ملي اجماع جوړه شوې ده  چې په هېواد کې دجګړې دبندولو لپاره  اساسي لارې چارې  ولټول شي .
  مولوي سليم په افغانستان کې  دده په خبره دطالبانو داسلامي او انساني خلاف عملونو ته په اشارې سره  وويل چې دغه ډله  په افغانستان کې په هر راز جنايت  لاس پورې کوي او  هغه ته  ديني توجيه ورکوي .
دسولې دعالي شورا مرستيال  له وسله والو طالبانو څخه وغوښتل چې دافغانستان ددولت  سوله ئيزې  بلنې ته دې  مثبت ځواب ووايي  او په خپل هېواد کې  ددايمي سولې او ټيکاو په تامينولو کې دې  ونده واخلي .
  دسولې دعالي شورا  دغه مقام وويل که چيرې وسله وال طالبان  د دولت سوله ئيزې بلنې ته  مثبت ځواب ونه وايي له زياتوامنيتي ، سياسي او وګړنيو فشارونو سره به   مخامخ شي .
دافغانستان دولت  په دې وروستيو وختو کې له  وسله والو طالبانو سره دسولې طرحه  وړاندې کړه .
مقامات هيله لري  چې  دملي اجماع په جوړيدو سره  وسله وال طالبان  سولې ته اړ شي .چې په هېواد کې  ددايمي ثبات لپاره  زمينه برابره شي .
  ختم_  ف _ اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته