ټولنه

تبصره

کابل – باختر د تلې دمياشتې ٢٢
د کاسا- ١٠٠٠ د بريښنا د ليږدونې پروژه د سيمه ييزو همکاريو يوه څرګنده بيلګه ده چې کولاى شي د ملتونو په پيوستون او په دې پروژه کې د څلورو شاملو هيوادونو په اقتصادي وده کې اغيزمنه وي .
د باختر آژانس مبصر ليکي:
په دې وروستيو وختوکې د افغانستان او د پاکستان د ماليې د وزارتونو مقاماتو د کاسا- ١٠٠٠ په نامه د بريښنا انرژۍ د ليږدونې د پروژې موافقه ليک په واشنګټن کې لاسليک کړ.
د دغه سند په لاسليک کولو سره له قرغزستان او تاجکستان څخه پاکستان ته د بريښنا د ليږدونې د پروژې د بشپړيدو لپاره د کار زمينه برابريږي.
ټاکل شوې ده په ډير لنډ ممکن وخت کې د افغانستان، قرغزستان ، تاجکستان او پاکستان د هيوادونو جګپوړي مسوولين د متحده عربي اماراتو په دوبى ښارکې خپله موافقه بشپړه کړي او د هغې له مخې د افغانستان له تګلوري څخه د منځنۍ آسيا له دوو هيوادونو څخه پاکستان ته د بريښنا د ليږدونې زمينه برابريږي.
دغه پروژه د دې ترڅنګ چې يوه ستره اقتصادي پروژه ده؛ کيداى شي د سيمه ييزو همکاريو يوه بيلګه هم وي او د سيمې د هيوادونو او ملتونو په پيوستون کې ګټوره وي.
د کاسا- ١٠٠٠ پروژه د افغانستان د خلکو او دولت د ارادې څرګندويه ده چې تل يې په سيمه ييزې همکارۍ او همغږۍ باندې ټينګارکړى دى.
د دغه شان نظر شتون کيداى شي په سيمه کې د ټولو شتو ستونزو او کړکيچونو له منځه وړل له ځان سره ولري.
پخوا د افغانستان دولت اعلام کړى دى چې کيداى شي د افغانستان له حساس موقعيت څخه د جنوبي آسيا او د منځنۍ آسيا ترمنځ د ارتباط د پله په توګه استفاده وکړو او د سيمې د اقتصادي ودې لپاره زمينه برابره کړو.
د افغانستان دولت تل په دې ټکي باندې ټينګار کړى دى چې يواځې اقتصادي وده کولاى شي په سيمه کې د بيوزلۍ جرړې وباسي او په وار وار سترو هيوادونو او نړيوالو پانګه الو ته بلنه ورکړ شوې ده چې په افغانستان او سيمه کې دې له شتو فرصتونو څخه استفاده وشي او په کانونو ، د اوبو په سرچينو، کرنې او په نورو برخوکې په پانګونې سره د کار او تجارتي فعاليت زمينه برابره کړو او ګټه ورڅخه واخلو.
دغه راز د افغانستان دولت تل د نورو د ترانزيت د حق چې د افغانستان تګلورى يې انتخاب کړى دى؛ نه يواځې درناوى کړى دى؛ بلکې لازمې آسانتياوې يې هم برابرې کړې دي او له هغو هيوادونو څخه يې چې له دغه تګلوري څخه د ترانزيت په توګه استفاده کوي؛ لازمه همکاري کړې ده .
په داسې حال کې چې په خپله افغانان له بده مرغه د ترانزيت له لارې څخه د استفادې په حق کې د غير عادلانه چلند شاهدان وي او د دوى د ترانزيت حق تل د سياسي سليقو ښکار شوى دى او په يوه لنډ پار نظر څخه ورته کتل شوي دي.
د کا- ١٠٠٠ پروژې ثابته کړه چې افغانستان د ترانزيتي پروژو لپاره هم د امن او خوندي تګلورى دى او نه شو کولاى نا امنۍ چې بهرنى عوامل لري؛ د اقتصادي پروژو د تحقق د مخنيوي لپاره پلمه وبولو.
د افغانستان خلک او دولت د کاسا-١٠٠٠ پروژه د زياتې سيمه ييزې همکارۍ لپاره يوبل پيل بولي او هيله لري چې دغه شان همکارۍ په نورو اړخونوکې رامنځته شي. که چيرې موږ نن د بريښنا رسولو د يوې شبکې له لارې د څلورو هيوادونو د پيوستون شاهدان يو؛ د دې هيله شته چې افغانستان سبا د اوسپنې پټلۍ له لارې د څلورو هيوادونو د پيوستون کړۍ وي.
دغه هيواد د وريښمو د لارې بيا جوړونکى وي او د يوه متحول هيواد په توګه د آسيايي هيوادونو په تېره بيا د جنوبي آسيا ، منځنۍ آسيا او د لويديځې آسيا ترمنځ په اقتصادي اړيکوکې عمل وکړي او دا کار به هغه وخت شونى وي چې موږ يوبل درک او وزغمو او سيمه ييزه همکارۍ او همغږۍ په خپلو اړيکوکې ديو اصل په توګه ومنو.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته