کابل باختر د ثور ٣١:
په افغانستان کې د ملګروملتو دسازمان مرستيال پرون دکندز ولايت له سيمه ئيزو مسوولينو سره وکتل .
دباختراژانس دخبريال دخبرله مخې ، په افغانستان کې دملګرو ملتو دسازمان ځانګړى مرستيال توبي لينزر په داسې حال کې چې دده يوشمير کورني اوبهرني همکاران ورسره ملګري و ، دکندز ولايت له ملکي او پوځي مسوولينو سره وکتل .
په دې کتنه کې دکندز والي عبدالجبار نعيمي له دغه ولايت سره دملګروملتو دسازمان او دسويډن له خوا د ترسره شويو مرستو له امله مننه وکړه او دامنيت دتامينولو، ښه حکومتوالى ، ځوانانو ته دکار دبرابرولو، له بې وزلي ، وزګارتيا او له نشه يي توکوسره دمبارزې او دروږدو کسانو د درملنې په برخه کې ددغه ولايت دمسوولينو کاري پروګرامونه بيان کړل او هيله يې وکړه چې دملګروملتوسازمان په دې برخه کې دکندز ولايت له سيمه ئيزو مسوولينو سره همکاري وکړي . په دې کتنه کې په افغانستا ن کې دملګروملتو دسرمنشي مرستيال دهمکارى ژمنه وکړه .
لينزر زياته کړه چې نړيواله ټولنه هودمنه ده چې دافغانستان امنيتي ځواکونه پياوړي کوي او هغوى په سيمه کې دسولې اوثبات دتامينولو په لاره کې سوقوي . ختم_ ج _اکرم
0 1 دقیقه لوستل