سیاست

د بهرنيو چارو وزير د ترکيې له سفير سره وکتل

کابل باختردوږي دمياشتې٢٦نيټه :                        
د بهرنيو چارو وزيرصلاح الدين رباني نن په کابل کې د ترکيې له سفيرسره په کتنه کې د افغانستان اتباعو ته د ويزې د صادرولو د ستونزو په باب خبرې اترې وکړې .
د بهرنيو چارو وزارت مطبوعاتي دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ:
په دې کتنه کې د ترکيې سفير د اسلامي همکاريو د سازمان د غونډو او په نيويارک کې د ملګرو ملتو سازمان د عمومي ټولنې د غونډو ترڅنګ د آسيا د زړه د استانبول بهير بيان کړ.
د هېواد د بهرنيو چارو وزيرهم ترکيه د افغانستان ښه دوست وباله.
دواړو لورو د دوه اړخيزو سياسي اواقتصادي اړيکو، په افغانستان کې د پانګې اچونې، امنيت، مهاجرينو او د افغانستان خلکو ته د ويزې د صادرولو د ستونزو په باب   خبرې اترې وکړې.
پاى ج ذ

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته