سیاست

دجمهور رييس دويم مرستيال :حکومت په اعلام شوي وخت کې دانتخاباتو په ترسره کولو ژمن دى .

کابل باختر د مرغومي دوه ويشتمه :
په افغانستان کې دملګروملتو دسازمان دنمانيدګۍ د دفتر دسياسي برخې مسوول عبدالصمد خيدروف  نن دجمهور رييس له دويم  مرستيال قانونپوه  سروردانش سره وکتل .
د جمهوري رياست مطبوعاتي دفتر باختراژانس ته خبر ورکړ : دجمهور رييس دويم مرستيال په  دې کتنه کې دانتخاباتي اصلاحاتو په اړوند دملي وحدت دحکومت ددريځ په باب وويل :دملي وحدت حکومت انتخاباتي اصلاحات يوه اړتيا بولي  او هغه به تطبيق کړي .
ده دې ته په اشارې سره  چې دملي وحدت دحکومت دمشرتابه هئيت په دې وروستيو وختو کې اعلام کړى دى چې پارلماني انتخابات هرو مرو په راتلوونکي کال کې ترسره کيږي څرګنده کړه. دانتخاباتو دترسره کولو دوخت ټاکنه دې ته په پاملرنې  سره چې يوسياسي تصميم دى په حکومت پورې اړه لري او حکومت په اعلام شوي وخت کې دانتخاباتو په ترسره کولو ژمن دى .
قانونپوه سروردانش دانتخاباتي اصلاحاتو دخاص کميسيون دکړنو له امله په قدردانۍ سره وويل: کميسيون دانتخاباتي اصلاحاتو لپاره خپل مسووليت  په ښه توګه ترسره کړى دى او ددوى پيشنهادونه دحکومت دتاييدوړ دي .
په دې کتنه کې  په افغانستان کې د ملګروملتو دسازمان دنمايندګۍ ددفتر دسياسي برخې مسوول عبدالصمد  خيدروف  هم دانتخاباتي اصلاحاتو په بهير کې  دملګروملتو دسازمان دتخنيکي  همکاريو په دوام په ټينګار سره وويل : څرنګه چې  انتخاباتي اصلاحات دافغانستان دخلکو او دولت غوښتنه ده دملګروملتوسازمان به دهغه دتحقق لپاره دافغانستان تر څنګ ولاړ وي او په دې برخه کې به له هيڅ راز هڅو څخه ډډه ونه کړي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته