ټولنه

په بدخشان کې دليږدونکي واسطې داوښتو له امله ١١ تنه مسافران ووژل شول

کابل باختر دزمري نهمه :
دبدخشان  ولايت دبهارک ولسوالۍ اړوند دخواجه ابدال  په سيمه کې  له سړک څخه ديوه مازدا ډوله موټر داوښتو او چپه کيدو له امله يوولس تنه ووژل شول او يوتن ټپي شو .
دبهارک ولسوال عبدالسميع  عتيق باختراژانس ته خبرورکړ: يومازدا ډوله موټر له دولسو سپرليو سره تيرماښام په اوو بجو چې له بهارک ولسوالۍ  څخه دفيض اباد په لور روان و دخواجه ابدال په سيمه کې  له سړک څخه واوښت او دکوکچې په سيند کې ولويد او تراوسه بې درکه  دي .
دبهارک ولسوال زياته کړه :دچلوونکي په ګډون ديوولسو سپرليو هيڅ نښه نښانه  نشته  او يوتن چې ژوندى  پاتې دى ټپى دى .
ويل کيږي  دموټر ټولې سپرلۍ دتخار ولايت اوسيدونکي وو چې دوه تنه يې د بدخشان دوالي احمد فيصل بيکزاد نږدې خپلوان وو .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته