سیاست

د افغانستان ټيکاو، د منځنۍ آسيا ټيکاو، د افغان او ازبک مشرانو ګډ نظر

 کابل باختردليندۍ دمياشتې ١٦نيټه :
د افغانستان او ازبکستان مشران په بېلابېلو برخوکې د دواړو هېوادونو د اړيکو په پراختيا باندې ټينګار کوي او د افغانستان ټيکاو د منځنۍ آسيا د ټيکاو ضامن بولي.
د باختر آژانس مفسر ليکي:
د افغانستان د اسلامي جمهوريت جمهور رئيس محمداشرف غني په دې وروستيو وختوکې ازبکستان ته يو رسمي سفر وکړ، داسې سفر چې د همکارۍ د څه دپاسه شلو موافقه ليکونو له لاسليک سره يوځاى و او د دواړو هېوادونو مشرانو د يوې ګډې اعلاميې په خپرولو سره په بېلابېلو برخوکې د اړيکو په پراختيا باندې ټينګار وکړ .
دغه راز دواړو مشرانو په افغانستان کې سوله او ټينکاو د منځنۍ آسيا په
هېوادونوکې د سولې او ټيکاو ضامن وبلل او د افغانانو په مالکيت يې په
افغانستان کې د سولې د خبرو په پياوړتيا باندې ټينګار وکړ.
د افغان سياسي کارپوهانو په باور: ازبکستان ته د جمهور رئيس محمد اشرف غني سفر يو ګټور سفر و. د هغو ليدنو کتنو او خبرو اترو نتيجې چې جمهور رئيس محمد اشرف غني د ازبکستان له مقاماتو سره لرلې؛ دا پيغام ورکوي چې ازبکستان په سيمه ييزو مسئلوکې د افغانستان د دولت او خلکو د دريځ ملاتړ کوي او له هغو سره همکار دى .
افغانستان او ازبکستان له يوبل سره زيات ورته والى لري، ګډ فرهنګ او تاريخ لري او د هغوى ترمنځ توکميزې او ژبنې اړيکې ټينګې دي.
دواړه هېوادونه د بنسټپالنې او ډار اچوونې له ناحيې څخه چې له يوې مرجع څخه  تمويل او مديريت کيږي؛ کړيږي او له ګډو ګواښونو سره مخامخ دي .
د دواړو هېوادونو د انکشاف د لارې پر سر ترانزيتي ستونزې پرتې دي، خو د دواړو هېوادونو مشران د دغه شان مسئلو، د اړيکو د ټينګښت او همغږۍ او د بېلابېلو سياسي سلامشورو په برخه کې چې يوه اړتيا بلل کيږي؛ د متقابل مشارکت په پياوړتيا باندې ټينګار کوي.
دغه راز ازبکستان او افغانستان د اقتصادي اړيکو د نږديوالي په موخه د همکارۍ يو لړ موافقه ليکونه لاسليک کړل چې کولاى شي د دواړو هېوادونو ترمنځ  آزاد او آسان ترانزيتي تګلورى رامنځته کړي.
شمالي ګاونډي ازبکستان ته د جمهور رئيس محمد اشرف غني د سفر نتيجې ښيي چې په دواړو هېوادونوکې د سيمه ييزې همغږۍ او همکارۍ مفکوره د ودې په حال کې ده .
دواړه هېوادونه د دغه شان يوې مفکورې وده د سيمه ييز ټيکاو او د هغو د خلکو لپاره ارزښتناکه بولي .
د سيمې د هېوادونو ترمنځ د ښو او هدفمندو اړيکو تامينول، د افغانستان د دولت په بهرني سياست کې يو لومړيتوب دى چې ټول ګډو هڅو او همکارۍ ته رابولي.
له نيکه مرغه دغه مفکوره په سيمه کې زيات پلويان لري. ښـه به وي چې دغه مفکوره د نورو هېوادونو په تېره بيا په سيمه کې د مغرضو ټولنو لپاره چې د ناخوالو د پيداکولو په لټه کې دي او له دغو ناخوالو څخه د خپلو موخو او پروګرامونو لپاره زمينه برابروي؛ يوه الګو وي او ومني چې لوړتيا غوښتنه، ځان غوښتنه  او غرضونه نه شي کولاى د سيمې د خلکو نننى  ژوند زيانمن کړي، بلکې ښه به وي چې سليم عقل غوره وبولي او له متمدنو خلکو سره اوږه په اوږه د سيمه ييزو همکاريو او همغږۍ شريکان شي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته